د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د امام ابوحنیفه(رح) له ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۶:۰
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د امام ابوحنیفه (رح) له ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه او د کورنیو شرکتونو او صنعتکارانو له خوا د هېواد د تولیداتو پرمختګ یې د ستاینې وړ وباله.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد نندارتون څخه د لیدلو پر مهال د کورنیو پانګوالو د هڅونې ترڅنګ د کورنیو تولیداتو پر ودې او ملاتړ ټینګار وکړ او هغوی ته یې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي منصور د کورنیو تولیداتو او د تولیداتو د پام وړ وده ارزښتناکه و بلله او د دغو تولیداتو پراختیا او زیاتوالی یې د هېواد د ځان بسیاینې په لور یو مثبت ګام وباله.

په ورته مهال، یو شمېر پانګوالو او کورنیو سوداګرو د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او د دوی د سوداګري د ودې لپاره اړین وبلل او له حکومت څخه یې د لا زیات ملاتړ او آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده، چې یاد نندارتون د افغانستان اسلامي امارت د سوداګري خونې له خوا د یوې اونۍ لپاره د کورنیو تولیداتو او صنایعو د نندارې په موخه جوړ شوی، چې له یوې خوا د پانګوالو د هڅونې او له بلې خوا د هېواد د کورنیو تولیداتو لپاره د پراختیا زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د بلخ او جوزجان د اوبو او انرژي ریاستونو پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوې

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم د بلخ او جوزجان ولایتونو د اوبو او انرژي ریاستونو پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیولې او اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوگر د اوبو او انرژي رئيس د هغه ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره د یوې ټولنیزې ستونزې د هوارولو په موخه وکتل

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د هغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د ابپران سیمې له قومي مشرانو سره د ابپران بند جوړولو پر سر د را ولاړې شوې ټولنیزې ستونزې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

خوست ولایت کې د شمل پيرانو سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پيرانو ویلګي سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې. . .

بیرته تګ

User account menu