د جوزجان سیندیزي حوزې رئیس د علي آباد او آقچه کانالونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
Wed, Dec 07 2022 1:43 PM
1

د جوزجان سیندیزي حوزې رئیس ملا سعدالدین سلیمی او ورسره مل تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د فیض آباد په ولسوالي کې د علي آباد کانال او په آقچه ولسوالي کې د آقچه کانال د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

همدارنګه، د یادي حوزې رئیس د چارو د غوره ترسره کولو په موخه قراردادي شرکت مسئولینو ته د اړتیا وړ لارښوني وکړي.

د یادولو وړ ده چې د علي آباد کانال پروژه په شمال زون کې د سویدن کمیټې موسسي او د آقچه کانال پروژه د اکتید دفتر د مرستو له لوري تمویلېږي.

User account menu