د سترو پروژو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Dec 07 2022 4:14 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د کلیو پراختیا، کرنې، ټولګټو، مالیې، اقتصاد وزارتونو د معینانو او استازو او د یو شمېر اړوندو ادارو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت اړوند په دایکندي ولایت کې د سوختوک بند پروژې، د اوبو او انرژي وزارت اړوند په فاریاب ولایت کې د دهنې بند پروژې د قرارداد او د یوې بلې پروژې قرارداد تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیول شول.

د ناستې غړو د یادو پروژو د قراردادونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او تر هر اړخیزې څېړنې وروسته یې  د خپلو مطالعو او ارزونو پایلې له وړاندیزونو او شونو لارو چارو سره یو ځای په راپور کې ثبت کړل.

د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

User account menu