د پروژو د تخنیکي موضوعاتو د څېړلو په هکله د اوبو معینیت اونېزه  تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Dec 08 2022 12:41 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندازده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د پروژو د پلي کولو په ځانګړې توګه د کابل ولایت په شکر دره ولسوالي کې د شاه و عروس بند د اوبو رسولو په برخه کې چې د ۲۲ زره کورنیو د څښاک اوبو ستونزه هواروي، اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.

د اوبو ښاغلي معین د ناستې په پای کې د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

User account menu