دټولګټو وزارت د پروژو د قراردادونو د څېړلو په موخه د سترو قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Dec 11 2022 11:23 AM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د نورو وزارتونو د معینانو او د اړوندو ادارو  د استازو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د ټولګټو وزارت یو شمېر ستر قراردادونه تر مطالعې او څېړنې لاندې ونیول شول او د هغوی د ستونزو د وضعیت د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له خوا ټاکل شوی، ترڅو د هيواد ټول ستر قراردادونه د روڼتیا، د ستونزو د هوارولو او د هغوی د غوره پلې کولو په موخه تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیسي.

یاد پلاوی به په پای کې د خپلو څېړنو پایلې او د وړاندیزونو او شونو لارو چارو سره یوځای د یوه بشپړ راپور په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریک کړي.

User account menu