په ننګرهار ولایت کې د ګلاهي او کلاو کاتیلي کلیو د کاریزونو د پاکاري چاري پیل شوي

mew-admin
Wed, Dec 28 2022 11:43 AM
1

د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالي د ګلاهي او کلاو کاتیلي کلیو د کاریزونو د پاکاري چارې د یو شمېر سیمه یېزو مسئولینو په شتون کې پیل شوي.

د یادو کاریزونو د پاکاري چارې د کار په مقابل کې د غنمو وېش پروګرام له خوا پلي کېږي چې ۹۰ کسانو ته پکي د کار زمینه چمتو شوي ده.

همدارنګه دننګرهار سیندیزې حوزې تخنيکى ټيم د خوګیاڼو ولسوالي د بر بهار او بر کاله خيلو کليو د کانالونو د پاک کاري پروژو څخه څارنه او د یادي ولسوالي اړوند د فتح خرګي د کاریزونو او چینو مقدماتې سروي ترسره کړه.

User account menu