په کندز ولایت کې د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال د جوړولو، د ژورکوهي کېندلو او د اوبو ذخیرې د جوړولو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
Thu, Dec 29 2022 2:05 PM
1

د کندز ولایت د علي آباد ولسوالي په لاله میدان سیمه کې د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال دجوړولو، د ژور کوهي د کېندلو او د اوبو ذخیرې د جوړولو پروژه د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو چارې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

همدارنګه د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې مسؤلینو په کندز ولایت کې د یو شمېر هایدرولوژي سټیشنونو څخه میاشتنې ارقام راټول کړل او د اوبو اندازه یې هم معلومه کړه.

User account menu