د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د شپږو کانالونو ، کاریزونو او چینو د پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

mew-admin
Mon, Jan 09 2023 9:02 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالي کې د مرچه خیلو کانال، د کلا، کاټیلي، دروراخان، خانخیلو کاریزونو او د یخي چینې د پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.

همدارنګه یادو مسؤلینو په مهمند درې ولسوالي کې د یو شمېر پروژو د چارو له بهیر څخه هم څارنه وکړه.

User account menu