د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې د رئيس په مشري له ارزګان ولایت څخه ۲۱ کسیز پلاوي د امیر المؤمنین حفظه الله سره وکتل
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي وکیل احمد نقي تر مشري لاندې د ارزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو ۲۱ تنه سپین ږیرو او علما کرامو د افغانستان اسلامي امارت د امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د امیر المؤمنین حفظه الله سره په ارزګان ولایت کې د برېښنا ستونزې، د کجکي برېښنا بند څخه ازرګان ولایت ته د برېښنا رسولو، په ګیزاب او چهارچینو ولسواليو کې له هلمند سیند څخه د کانالونو د جوړولو، په چنارتو او چوره ولسوالیو کې د آغاجان او مني غار بندونو د جوړلو،په دهراود ولسوالي کې د تنګي بند د جوړولو، په خاص ارزګان ولسوالي کې د سرتنګي او تور بندونو د جوړولو او د ارزګان ولایت او ولسوالیو اړوند د کانالونو د سربندونو د رغولو وړاندیزونه شریک کړل.
په ورته مهال، امیرالمومنین حفظه الله د یادو ټولو وړاندیزونو د منلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د آغاجان بند د جوړولو او د کجکي برېښنا بند څخه د ارزګان مرکز، ترینکوټ ته دې د برېښنا رسولو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.
