په ارزګان ولایت کې د سرې کلا چکډم چارې ۶۰ سلنه پر مخ وړل شوي دې

mew-admin
Mon, Jan 16 2023 9:59 AM
1

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د سرې کلا چکډم څخه څارنه وکړه چې د یاد چکډم چارې ۶۰ سلنه پر مخ وړل شوي دې.

د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د FAO موسسي په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارني لاندې ترسره کیږي چې ۱۵۰ تنو ته پکي د کار زمنیه چمتو شوې ده.

همدارنګه، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند یک لینګي کانال د سربند او په چورې ولسوالي کې د سراب سیمي  د ګبیونونو دېوال پروژو څخه څارنه وکړه.

User account menu