د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پاملرنې موسسې له ولایتي مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
Sun, Jan 22 2023 12:07 PM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د پاملرنې موسسې د پکتیا له ولایتي مسؤلینو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د یادې موسسې ولایتي مسؤلینو د اوبو په برخه کې د خپلو فعالیتونو او پلانونو په هکله د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل .

په ورته مهال، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادې موسسې له ولایتي مسؤلینو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu