د پلخمري ښار د لمړي او دوهم بند د ساتني او مراقبت پروژې د پیل په موخه د اړتیا وړ همغږۍ وشوه
د پلخمري ښار د لمړي بند لاندې اپرون او د دوهم بند د پورتني برخې ساتني او مراقبت او د پرچاو شویو دروازو د چمتو کولو او نصبولو پروژې د پیل په موخه د افغان-پلخمري نساجي دستګاه د رئیس او د پلخمري د برېښنا شرکت له ریاست سره د اړتیا وړ همغږۍ وشوه او د پروژې د پیل په موخه د پروژي ساحه قراردادي شرکت ته وسپارل شوه.
