په هرات ولایت کې د ویناچ کانال د ساتني او مراقبت پروژه د ۷۲۶۸۷۸۴ افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
Sat, Jan 28 2023 3:34 PM
1

د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالي کې د سلما بند اړوند د ویناچ کانال د ساتني او مراقبت پروژه د اووه میلیونه دوه سوه اته شپیته زره اووه سوه څلور اتیا (۷۲۶۸۷۸۴) افغانیو په ارزښت د ښکتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي سردار ولي مزمل او د سلما بند تخنیکي ټیم په شتون کې پرانیستل شوه.

د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري تمویلیږي چې د یونیک وهاج ساختماني شرکت له لوري په درې کاري سایټونو کې ترسره کېږي.

په یاده پروژه کې څه د باندي ۵۰ تنو ته د دوو میاشتو په موده کې د کار زمینه چمتو کېږي.

User account menu