دهرات ولايت د انرژي کميټې غونډه ترسره شوه
د هرات ولایت د انرژي کمیټې غونډه د هرات ولایت د صنعت کارانو او پانګوالو په شتون کې ترسره شوه او له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
په یاده غونډه کې د هرات ولايت د صنايعو او کانونو خونې رئيس حميدالله خادم د هرات ولايت د صنعت کارانو او پانګوالو په استازيتوب خبرې وکړې او د هرات ولایت د صنعت کارانو ترمنځ یې د یوه سهامي شرکت په بڼه د ٦٣ ميګاواټو په ظرفيت د حرارتي برېښنا دستګاه د جوړولو لپاره خپل چمتووالى اعلان کړ. همدارنګه د برېښنا شرکت استازي عبداللطیف سفیدروان هم په یاده برخه کې تخنیکي همکاري ته چمتووالی وښود.
د یادې غوندې په پای کې، د هرات ولايت د انرژي کميټې، د ياد ولايت د صنايعو او کانونو له خونې څخه وغوښتل چې د حرارتي برېښنا دستګاه جوړولو او له نورو سرچينو لکه باد او لمر څخه د برېښنا د توليد په برخه کې خپله وروستۍ طرحه وړاندې کړي.
