د ګلبهار ګروپ له پانګوالو سره د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله تخنیکي غونډه ترسره شوه

mew-admin
Tue, Feb 14 2023 4:39 PM
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" په مشري د انرژی څانګې د رئیسانو او د ګلبهار ګروپ د استازو په ګډون ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د دواړو لورو ترمنځ اړین تخنیکي معلومات شریک شول.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د دواړو لورو د مسئولينو ترمنځ پر لا زیاتې همغږي او د چارو پر چټکتيا باندې ټينګار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې دوې ورځې مخکې د ګلبهار ګروپ استازو، د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره په لېدنه کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د توليد په پروژو کې پانګونې ته لېوالتيا څرګنده کړه او له هغوی سره یې د وزارت د رهبري مقام او تخنیکي ټیم له لوري د همکاري ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu