په کاپیسا ولایت کې د 1402 کال شپاړس (16) ساختمانې پلان شوې پروژې وڅېړل شوې
په کاپیسا ولایت کې شپاړس (16) پروژې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (UNFAO) له لوري د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې په همکاري سره سروې او ډیزاین شوې وې، د تګاب ساحوي دفتر عمومي مدیر او اتلس (18) ساختماني شرکتونو د استازو په شتون کې وڅېړل شوې او یاد شرکتونه به د پروژو د ساحو څخه تر لېدنې وروسته خپل آفرونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ته وسپاري.
په یادو پروژو کې د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي او تګاب ولسوالي اړوند د ده بابي، نورالدین خیل، قل پرچو، بادام علي، ادیزایې، تولاد او صدیقي کانالونه؛ د شکرخیل او هیبت خیل کاریزونه؛ د بهلول خیل او میره خیل سواحلو د استنادي دیوالونو تحکیمات او په کوه بند ولسوالي کې د بوله غین سیلبر شامل دې.
