د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره وکتل

MEW-Media
Wed, Feb 22 2023 2:05 PM
1

 

د شمال سیندیزې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ښاغلي ملا سعدالدین سلیمي او د آقچې د څلورګونو ولسوالیو( آقچه،منګجیک، مردیان او خانقاه )  له مسؤل ښاغلي برکت الله مخلص سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، نوموړو مسؤلینو خپلې ستونزې له ښاغلي حکمت سره شریکې کړې او د هوارولو غوښتنه یې وکړه.

د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس له یادو مسؤلینو سره د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu