په لوګر ولایت کې د سرخاب ذخیروي بند اوبه د کرنیزو ځمکو د اوبولګولو په موخه خوشي شوې
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د سرخاب ذخیروي بند اوبه د زرغون شهر ، سرخ آب او مزګین کلیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشي کړې.
ښاغلي آخندزاده د یاد بند د اوبو د خوشي کولو پر مهال د اوبو پر عادلانه وېش باندې ټینګار وکړ او د اوبو له ګټې اخیستونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د بند په ساتنه او مراقبت کې د سیندیزې حوزې له مسؤلینو سره همکاري وکړي.
همدارنګه د یادې سیندیزې حوزې رئيس د بند په دروازو کې د شته تخنیکي ستونزو پر هوارولو باندې هم ټینګار وکړ.
