په کنړ ولایت کې د یوه ګبیونوال پروژې ودانیزې چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sat, Apr 08 2023 1:23 PM
1

 

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د کنړ ولایت د شیګل ولسوالي اړوند د کنډور کلي د ګبیونوال پروژې د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره کړه او د پروژې مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل .

د یادې پروژې چارې چې د FAO دفتر په مالي ملاتړ د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي او په بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې د سیلاب له خطر څخه خوندي شي

User account menu