په پکتیا ولایت کې د کوز شیجنګ کانال د پروژې رغنيزې چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللي دي

mew-admin
Mon, Apr 17 2023 10:11 AM
1

دپکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالي کې د کوز شیجنګ کانال د پروژې رغنیزې چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللي دي.

یاد کانال ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري او رغنیزې چارې یې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د  پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د یادې پروژې په پلې کېدو سره به د اوبو لګولو سیستم معیاري او د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي.

User account menu