د پورتني پنجشیر "بازارک" سیندیزې فرعي حوزې د ۴ تشو بستونو لپاره سیالیزه آزموینه ترسره شوه
د دغې سیالیزې آزموینې برنامه د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم ملا اسدالله کاکړ په شتون کې ترسره شوه، چې پکې ۳۱ کسانو ګډون کړی و.
د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو رئيس د دې سیالیزې آزموینې په بهیر کې ګډون کوونکو ته د وړتیا پر بنسټ د ګومارلو پروسې د روڼتیا ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې یاد بستونه مخکې د یادې حوزې له خوا وړاندیز شوي وو او د وزارت مقام د رهبري د هدایت پر بنسټ د بشري سرچینو له خوا آزادي سیالۍ ته اېښودل شوي وو.
