د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د یاد وزارت د پروژو د ستونزو د حل او د چارو د چټکتیا په موخه ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د یاد وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د اوبو او انرژي سکتورونو د عمومي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د هرات ولایت د پاشدان بند پروژې د تفصیلي ډیزاین د مالي ستونزو د حل په موخه د اړینو همغږیو او د نیمروز ولایت د کمال خان بند د دریم فاز پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د یادې ناستې په ترڅ کې تخنیکي مسئولینو د یادو پروژو د وضعیت ، ستونزو او د ممکنه حل لارو په هکله اړین معلومات د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست، د تخنیکي مسئولینو د معلوماتو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته اړینې سپارښتنې وکړې او د یادو پروژو د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.
