په بغلان ولایت کې د معدني اوبو د پروسس یو شمیر شرکتونه وتړل شول
د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست په یاد ولایت کې د معدني اوبو د پروسس یو شمیر شرکتونه چې د طبیعي اوبو له زیرمو څخه یې ګټه اخیستله د قانوني جواز نه لرلو له کبله مهر او لاک کړل.
د یادولو وړ ده، چې یادو شرکتونو ته به د قانوني اسنادو تر بشپړیدو او جواز ترلاسه کولو وروسته د کار اجازه ورکړل شې.
