د کبر د درملنې په هکله د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو

mew-admin
Wed, May 31 2023 12:03 PM
1

یاد سمینار د دعوت او ارشاد ریاست مبلغ ښاغلي مولوي عبدالواحد، د نوموړي ریاست مدرس مولوي نقیب الله مسرور او د اوبو او انرژي وزارت د جومات امام مولوي سید هارون په ګډون ترسره شو.

د یاد سمینار په پیل کې د اوبو او انرژي وزارت د جومات امام ښاغلي سید هارون د قرآنکریم څو آیاتونه تلاوت کړل او وروسته، ښاغلي نقیب الله مسرور د دعوت او ارشاد ریاست مدرس د کبر د درملنې، د کبر څخه د ځان ساتنې او د کبر د بدو پایلو په هکله وینا وکړه.

ښاغلي مولوي نقیب الله مسرور، په دغه راز ناستو کې د ګډون د ارزښت په هکله وینا وکړه او  یادونه یې وکړه چې له ګناه څخه د ځان ژغورلو تر ټولو غوره موقع د علماوو په ناستو کې ګډون دی.

User account menu