بادغیس ولایت کې د دریو کانالونو د لایروبي پروژه پیل شوه

mew-admin
Thu, Jun 22 2023 8:40 AM
1

د بادغیس ولایت په مقر او آبکمري ولسوالیو کې د اندري، ترکي او عبدالله خان کانالونو د لایروبی پروژه د مرغاب- قلعه نو سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په شتون کې پیل شوه.

په یاده پروژه کې ګڼ شمېر ځايي خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د ۲۶ ورځو په موده کې بشپړې شي.

د نوموړي پروژې چارې د DRC موسسې په مالي ملاتړ د مرغاب- قلعه نو سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu