تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو تخنیکي سروې پيل شوه

mew-admin
Sat, Jun 24 2023 10:39 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د دشت قلعې لاندني پنج سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په همغږي سره  د تخار ولایت د ینګی قلعې ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو تخنیکي سروې پيل کړه او د درقد ولسوالي تر زیانمنیدونکو سیمو پورې به دوام ومومي.

د نوموړو ولسوالیو د کلیو په تحکیم سره به سلګونه هکتاره کرنیزې ځمکې او اوبیز تاسیسات د پنج سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي.

User account menu