لوګر ولايت کې د يوه استنادي ديوال سروې پيل شوه

mew-admin
Thu, Jul 06 2023 11:27 AM
1

د لوګر سينديزې فرعي حوزې تخنيکي ټيم  د کابل عمومي سينديزې حوزې د رهبري د هدايت پر بنسټ د لوګر ولايت  مرکز پل علم ښار کې د وزير کلا د کډوالو ښارګوټي لپاره د يوه استنادي ديوال سروې پيل کړه.

د نوموړي ديوال په جوړېدو سره به د ياد ښارګوټي زرګونه اوسيدونکي د سيلاب له ګواښ څخه خوندي شي.

User account menu