د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي سره وکتل

mew-admin
Sat, Jul 08 2023 2:10 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي محترم یسین تایف آرمان سره وکتل او د قزاقستان او افغانستان تر منځ د اوبو او انرژي په برخه کې د ګډې همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه کتنه کې، په افغانستان کې د قزاقستان سوداګریز استازي د اوبو او انرژي په پروژو کې د قزاقستاني شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا څخه خبر ورکړ او د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه يې د پانګونې لپاره د زمینې په چمتو کولو کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په هېواد کې د انرژي سکتور پراختیا د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه وبلله او څرګنده یې کړه، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې له هېڅ ډول همکاري څخه ډډه نده کړې او د بهرنیو پانګه اچوونکو له لېوالتیا څخه هم هر کلي کوي.

User account menu