د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نورستان له والي سره وکتل

MEW-Media
Wed, Jul 12 2023 2:12 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د نورستان له والي محترم شیخ شیراحمد حقاني سره ولیدل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نورستان والي د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام سره  د نورستان ولایت د مرکز پارون بند د برېښنا د وېش او په هغه ولایت کې د کله ګوش برېښنا بند د جوړولو وړاندیز وکړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نورستان والي ته ډاډ ورکړ، چې کله ګوش بند د دې لپاره چې د برېښنا د تولید په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، د اوبو او انرژي وزارت په راتلونکي پلان کې به په پام کې ونیول شي او همدارنګه د نورستان د خلکو نورو ستونزو ته به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.

User account menu