د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د افغانستان د بلوڅانو د انسجام د سرتاسري شورا له رئيس او یو شمېر غړو سره وکتل

MEW-Media
Wed, Jul 12 2023 4:57 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د افغانستان د بلوڅانو د انسجام  د عمومي سرتاسري شورا  رئيس محترم سردار غلام نبي بلوڅ او د نوموړې شورا له یو شمېر غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د افغانستان د بلوڅانو د انسجام د سرتاسري شورا مسؤلینو او غړو د افغانستان د اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ په څرګندولو سره د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام کړنې هم  وستایلې.

د نوموړې شورا مسؤلینو او غړو په نیمروز ولایت کې د اوبو د کموالي او همدارنګه په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د وزارت د رهبري مقام څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه کتنه کې، د هغوی جهاد ، قربانۍ او اتلولي وستایل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې مونږ هڅه کوو چې ستاسو د اوبو د کموالي ستونزې ته رسیدګي وشي.

User account menu