د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس د واټرپمپ کانال د پاک کاري پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sun, Jul 30 2023 3:40 PM
1

د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس حافظ انجنیر مجیب الرحمن حبیبي د واټرپمپ کانال د پاک کاري پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او چارو د لاغوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړې کانال د پاک کاري چارې د ۱۶ کیلومتره په اوږدوالي د DRC مؤسسې له لوري د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې ترسره کېږي چې د ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او پکې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

User account menu