د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو تخنیکي سروې د یتیم تپې سیمې د تحکیماتو له پای څخه پیل شوه

mew-admin
Sun, Aug 20 2023 4:14 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکی ټیم او د دشت قلعه ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې انجنیرانو، د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو تخنیکي سروې د یتیم تپې سیمې د تحکیماتو له پای څخه پیل کړ، چې د درقد ولسوالي تر اسلام آباد کلي پوري به دوام ومومي.

د یاونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به سلګونه هکتاره کرنیزې ځمکې او عامه تأسیسات د سیلابونو له خطراتو څخه خوندي شي.

User account menu