د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس د توري بند لپاره د اوبو او انرژي وزارت د انجنیري او څارنیز ټیم سره وکتل
د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار د زابل ولایت د توري بند لپاره د اوبو او انرژي وزارت د انجنیري او څارنیز ټیم سره وکتل او د نوموړي بند د چارو د ښه والي په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، نوموړي ټیم د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته د توري بند د چارو د ښه والي او کیفیت په هکله ډاډ ورکړ.