د میمنې ښار د اوبو پلورونکو ته د ځمکې لاندې اوبو د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي په هکله اړینې سپارښتنې وشوې

mew-admin
Sat, Sep 16 2023 4:36 PM
1

د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز او ورسره مل د نوموړي ریاست مسؤلینو د میمنې ښار د اوبو پلورونکو له ځایونو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې د ځمکې لاندې اوبو د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.

په ورته مهال، د میمنې ښار اوبو پلورونکو ژمنه وکړه، چې یادې شوې سپارښتنې به عملي کړي او د اوبو د ضایعاتو  د مخنیوي په برخه کې به د  اوبو او انرژي وزارت د اوبو له کړنلارې سره سم عمل وکړي.

همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د ګرزیوان د ولسوال او د نوموړي ولسوالي د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې له اوبو څخه د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي په هکله یوه ناسته ترسره کړه او له اوبو څخه د بې ځایه ګټې اخیستنې پر مخنیوي باندې ټینګار وشو.

User account menu