د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي لومړنۍ ناسته د اوبو او انرژي په وزارت کې ترسره شوه

mew-admin
Thu, Sep 21 2023 2:55 PM
1

د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي لومړنۍ ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر سرپرستی لاندې، د وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د وزارت د یو شمېر رئيسانو، د نوموړې مدیره پلاوي د غړو هر یو د مالیې وزارت د عوایدو معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس، د اقتصاد وزارت  مالي او ادارې معین محترم محمد عالم جمیل او د افغانستان برشنا شرکت د یو شمیر رئیسانو  او مسؤلینو په ګډون د اوبو او انرژي په وزارت کې ترسره شوه.

که څه هم دا لومړنۍ او تعارفي غونډه وه، خو له وخت څخه په استفادې سره په دغه غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت د ۱۳۹۷، ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ هـ ش کلونو د مالي راپورونو، د هېواد او په ځانګړي توګه د کابل ښار د برېښنا اوسني وضعیت، د ضایعاتو د کمښت لپاره د تدابیري پلانونو او په افغانستان کې د ټاپ پروژې د اقتصادي تحلیل په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او په دې برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شول.

همدارنګه، په دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئیس محترم انجنیر صفی الله احمدزي د افغانستان برېښنا شرکت په ځانګړي ډول د تېرو دوکلونو د فعالیتونو او کړنو په هکله بشپړ معلومات  د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu