د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس همکارانو ته وروپېژندل شو
محترم الحاج محمد حارث زرمتي چې له دې وړاندې یې د اوبو او انرژي په وزارت کې د مقام د اقتصادي سلاکار او وروسته د دغه وزارت د تدارکاتو رئيس په توګه دنده ترسره کوله، اوس د وزارت د رهبري مقام د لزوم دید پر بنسټ د دغه وزارت د برېښنا مارکیټ د حقوقي رئيس په توګه همکارانو ته وروپېژندل شو.
د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د برېښنا مارکیټ د حقوقي نوي رئيس د ورپېژندلو پر مهال په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه او د دغې چارې موخه یې د اجراآتو او چارو غوره مدیریت وباله.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي زرمتي د دیني زده کړو د ترلاسه کولو برسېره، د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه د لیسانس سند لري او د لندن د آکسفورد له پوهنتون څخه په آنلاین زده کړې سره د مسلکي محاسبې ډیپلوم هم تر لاسه کړی دی.
