د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره د زده کړییزې اړتیا ارزونې برنامه ترسره شوه

mew-admin
Mon, Sep 25 2023 2:21 PM
1

دغه برنامه چې د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ له لوري د اوبو او انرژي په وزارت کې ترسره شوه، د دفتر عمومي رئیس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، مالي او اداري عمومي رئيس محترم الحاج محمدالدین نیازي، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ مرستیال محترم عزت الله امان او د وزارت کارمندانو پکې ګډون درلود.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس په دغه برنامه کې د مسؤلیت منلو او تقوا او اخلاص باندې په ټینګار سره د مسلکي علومو  د ترلاسه کولو او حرفوي او مدیریتي پوهاوي لوړول هم د کارمندانو لپاره اړین وبلل.

په ورته مهال، مالي او اداري عمومي رئيس هم د وړتیا لوړولو برنامو د اهمیت په هکله خبرې وکړې او یادونه یې وکړه،چې مونږ به د کارمندانو د وړتیا جوړونې لپاره له خپلو ټولو هڅو څخه کار واخلو.

همدغه راز، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ مرستیال د دغې برنامې موخه د کارمندانو د زده کړه ییزو اړتیاوو پېژندنه او د معیاري زده کړې د زمینې چمتو کول وبلل.

د یادونې وړ ده، چې د دغې برنامې په پای کې د اوبو او انرژي وزارت کارمندانو ته د اړتیا ارزونې فورمې وویشل شوې.

User account menu