په لوړو زده کړو وزارت کې د انرژي د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه ترسره شوه

mew-admin
Sun, Oct 01 2023 3:05 PM
1

دغه برنامه چې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي ریاست د انرژي د اغېزمنتیا آمریت له لوري د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ښوونې او وړتیا لوړونې آمریت په همکاري په لاره اچول شوې وه ،  پکې د لوړو زده کړو وزارت سلګونو کارمندانو ګډون درلود.

د برنامې په بهیر کې، انجنیر وحیدالله برومند او انجنیر احمد ضیا فیروز د انرژي د اغېزمنیتا متخصصینو په جلا جلا پرزنټیشنونو کې په هېواد کې د برېښنا انرژي د وضعیت، د انرژي سپما د ارزښت، په سپما کې د ګټې اخیستنې د ګټورو او اغېزمنو لارو او د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله په بشپړه توګه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه محترم انجنیر فضل الرحیم سلطاني د انرژي د اغېزمنتیا آمر په هېواد کې د انرژي سپما په  اوسنيو شرایطو کې اړین وبلل او د دغو برنامو جوړولو موخه یې د انرژي د سمې ګټې اخیستنې په هکله د ګټې اخیستونکو د پوهاوي لوړول وبلل.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د دغو پوهاوي ورکولو برنامو د ارزښت  په پام کې نیولو سره په پام کې لري، چې په راتلونکي کې دا ډول برنامې په ټولو ادارو کې ترسره کړي.

User account menu