د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر ولایت له مشرانو سره وکتل

mew-admin
Sun, Oct 01 2023 3:46 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لوګر ولایت له مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې  یې د اوبو او انرژي پروژو په هکله خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د لوګر ولایت مشرانو د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه د خروار بند د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې نوموړو مشرانو ته وویل چې د خروار بند د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او اوسمهال یې تدارکاتي چارې پرمخ وړل کېږي.

همدارنګه ښاغلي منصور هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د لوګر ولایت د خلکو د اوبو او برېښنا ستونزو ته به هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu