د هېواد د لویدیځو ولایتونو د وروستیو زلزلو له زیانمنو شوو هېوادوالو سره د مرستې په موخه د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې د داخلي کمیسیون ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Oct 11 2023 10:27 AM
1

د هېواد د لویدیځو ولایتونو د وروستیو زلزلو له زیانمنو شوو هېوادوالو سره د مرستې په موخه د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې د داخلي کمیسیون ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې د رئیس انجنیر کاوه خروش تر مشري لاندې د نوموړې حوزې د کارمندانو په شتون کې ترسره شوه او د هېواد د لویدیځو ولایتونو د وروستیو زلزلو څخه د زیانمنو شوو هېوادوالو سره د خواخوږۍ څرګندولو، د شهیدانو روح ته د دعا او د الله(ج) له دربار څخه ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتلو ترڅنګ پریکړه وشوه، چې د نوموړې حوزې د هر کارمند پنځه(5) سلنه معاش دې د کاپیسا ولایت مقام د مرستو صندوق ته چې د هېواد د لویدیځو ولایتونو د وروستیو زلزلو له زیانمنو شوو سره مالي مرستې راټولوي، وسپارل شي.

User account menu