د انرژي د پراختیایي پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست تخنیکي ټیم د نغلو د ۱۰ مېګاواټه پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
Sat, Oct 14 2023 10:12 AM
1

د نغلو ۱۰ مېګاواټه پروژه د عوفي بهرام د پانګونې شرکت په مالي ملاتړ د  GSP  یا ګرین سټیټ پاور قراردادي  شرکت  له لوري د اوبو او انرژي وزارت تر څارنې لاندې پلي کېږي.د یادې پروژې چارې لکه توپوګرافي، د مطالعاتو امکان سنجي، چاپېریالې او ملي شبکې ته د پروژې نښلول او همدارنګه  د جیوتخنیکي ټسټونو د نمونې اخیستل تر کار لاندې دي.

د تخنیکي ټیم له لوري قراردادي شرکت ته اړین هدایات ورکړل شول چې د پروژې د چارو په پرمخ وړلو کې د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي، ترڅو پروژه په ټاکلي وخت سره بشپړه شي.

User account menu