د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل له سیندیزې  فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, Oct 14 2023 11:36 AM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” د سرپل له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه، په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې  عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سعدالدین سلیمي یې ملتیا کوله.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل سیندیزې فرعي حوزې له رئیس قاري روح الله نظامي، تخنیکي مشاور انجنیر نصرالله او د ریاست له کارمندانو او مسؤولینو سره هم ولیدل، او هغوي د وزیر صاحب له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

همدارنګه وزیر صاحب د سرپل سیندیزې فرعي حوزې د ریاست د مسؤولینو غوښتنې، مشکلات او پېشنهادات واورېدل، او هغوي ته ېې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هوارولو ډاډ ورکړ.

په ورته مهال ،  وزیر صاحب د سرپل سیندیزې فرعي حوزې ریاست کارمندانو او مسؤولینو ته د مراجعینو سره په نیک اسلامي اخلاقو د رويې، د اداري فساد څخه د ځان ساتلو، د بیت المال سره احتیاط او د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مربوط ټولو کارونو کې د خنډ او ځنډ پرته د ترسره کولو په أړه اړینې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu