د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب له والي او یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” په داسې حال کې د فاریاب له والي محترم ملا شعیب رسالت، ځایي مسؤلینو او د یاد ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل، چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا محي الدین مبارز یې ملتیا کوله.
په پيل کې د یاد ولایت والي، ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.
په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب له والي سره د یاد ولایت د اوبو او برېښنا په ستونزو، د بندونو، چکډېمونو او کانالونو د جوړولو او په ځانګړې توګه د دهندرې او المار بندونو د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.