د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب له والي او یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۴:۵۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” په داسې حال کې د فاریاب له والي محترم ملا شعیب رسالت، ځایي مسؤلینو او د یاد ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل، چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا محي الدین مبارز یې ملتیا کوله.

په پيل کې د یاد ولایت والي، ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب له والي سره د یاد ولایت د اوبو او برېښنا په ستونزو،  د بندونو، چکډېمونو او کانالونو د جوړولو او په ځانګړې توګه د دهندرې او المار بندونو د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu