سمنګان ولايت کې د اسپند ساى چکډم چارې د 27 ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
Thu, Oct 19 2023 9:15 AM
1

د سمنګان ولايت د مرکز ايبک اړوند د شهر قديم په سيمه کې د اسپندساى چکډم چارې د27 ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور له لوري د سمنګان  والي محترم مولوي عبدالاحد فضلي، د شمال سينديزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنير رفيع الله مجتبى، د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکيم حاجي حکمت، د بلخ سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسى جان حقبين او دسمنګان سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد عمر انس په ګډون پرانيستل شوې.

د دغه چکډم چارې د ملي سوداګر محترم الحاج معلم مولدالدين په مالي ملاتړ د سمنګان سينديزې فرعي حوزې په تخنيکي همکاري سره  پرمخ وړل کېږي او د چارو په بشپړېدو سره به يې 500 جريبه ځمکه خړوبه شي.

User account menu