په کنړ ولایت کې د چینګۍ کانال او سربند د جوړولو چارې څلویښت(40) سلنه بشپړې شوې دي

MEW-Media
Wed, Nov 01 2023 12:42 PM
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د سرکاڼو ولسوالي اړوند د 9 کیلومترو په اوږدوالي د چینګۍ کانال او سربند د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د اف، اې، او سازمان په مالي ملاتړ د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې ترسره کیږي، چې څلویښت(40) سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

User account menu