د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اونیزه تخنیکی ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Nov 02 2023 12:52 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د دغه معینیت د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د کابینې د پریکړې د څرنګوالي په هکله د افغانستان په ولسوالیو کې د چکډمونو د چارو د پیل  او د تخنیکي ارزونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د اوبو چارو د اړوندو موضوعاتو او د اغېزمن مدیریت په هکله هم خبرې وشوې او اړوندو مسؤلینو ته اړین هدایات ورکړل شول.

User account menu