د اوبو او انرژي وزارت او د هایدرو پروم ټيکنالوژي شرکت د مسؤلینو ترمنځ د کابل- پنجشیر د پروژې په هکله د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Nov 13 2023 4:32 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي مسؤلینو د روسیې هېواد د هایدرو پروم ټیکنالوژي شرکت له مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې په هکله په بشپړه او تخنیکي توګه خبرې، اترې وکړې.

دغه ناسته چې د همکاري او همغږي په موخه ترسره شوې وه، د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو د نوموړې پروژې د تخنیکي معلوماتو په هکله پرزنټیشن وړاندې کړ او د دواړو لورو ترمنځ په تخنیکي ډول بحث او د اندونو تبادله وشوه.

User account menu