د لوگر ولایت د مس عینک کان د ایستلو د پروسې لپاره د اوبو چمتو کولو په هکله د ام سي سي چینایې شرکت سره د همغږۍ او همکارۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Nov 27 2023 3:40 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د اوبو او انرژي او د کانونو او پټرولیم وزارتونو یو شمیر رئیسانو هم شتون درلود د ام سي سي چینایې شرکت له مسئولینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د نوموړي شرکت مسئولینو د اوبو سرچینو د پیژندنې، د لوګر ولایت د مس عینک کان د ایستلو لپاره د اړتیا وړ اوبو د تخصیص او چمتو کولو په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او د دغه وزارت تخنیکي رئیسانو د نوموړي شرکت مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې د لوګر ولایت د مس عینک کان د ایستلو لپاره د اړتیا وړ اوبو د تخصیص او چمتو کولو په برخه کې به ددغه وزارت له لوري اړینه همکارۍ وشي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu