د هرات ښکتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس په پل مالان سیمه کې د هریرود سیند د حریم او بستر څخه لیدنه وکړه
د هرات ښکتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس مفتي سردار ولي مزمل او ورسره مل تخنیکي ټیم په پل مالان سیمه کې د هریرود سیند د حریم او بستر څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال څرګنده شوه، چې یو شمیر کسانو د نوموړي سیند د حریم یوه برخه غصب کړې ده.
د نوموړې حوزې رئيس لارښوونه وکړه، چې د هر هغه فعاليت مخه ونيسي، چې د اوبو د تنظيم چارو له قانون سره په ټکر کې وي.